پلخمري باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٥ :
د پلخمري ښار په مربوطاتوکې نن له غرمې مخکې د طالبانو له خوا د دوو ښخ کړاى شويو مايونو د چاودنې له امله اته تنه ټپيان شول.
د پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سمونوال محمد افضل انوري باختر آژانس ته وويل چې دغه ماينونه د پلخمري ښار د حسين خيلو په کلي کې وچاوديدل چې له امله يې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان اصيل خان او د هغه يو ملګرى ټپيان شول او کله چې خلک د دوى د ليږدونې په مقصد سيمې ته را ورسيدل، دويمه چاودنه رامنځته شوه.
د ده د څرګندونوله مخې، په دويمه چاودنه کې د يوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر غفاري د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
1 1 دقیقه لوستل