امنیت

دطالبانو يو قوماندان له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو.

کابل باختر د چنګاښ  نهمه :
د ائتلاف دځواکونو بې پيلوته الوتکو دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ دکاکو او د ګرګري دبازار  په سيمو کې پرون  دداعشي تروريستانو په پټنځيو بمباري وکړې  چې په نتيجه کې يې دسلمان اورکزي په نامه  دداعشيانو ديوقوماندان په ګډون  پنځه  تنه تروريستان ووژل شول .
  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ،  دهېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيره بيا  د ٢٠١ سيلاب قول اردو منسوبينو  دسولې د بهير ملاتړ کوي  په هغه صورت کې چې  ډار اچوونکي تروريستي ډلې  او دافغانستان دخلکو دښمنان  دسولې له بهير سره يوځاى نه شي  د دفاعي او امنيتي ځواکونو دهوايي توپچي او دنورو ځواکونو دبريدونو په نتيجه کې به له منځه يوړل شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته