سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

خپلواک فلسطین؛ یواځې رسمیت پېژندنه کفایت نه کوي

تبصره:

ایرلند، ناروې او هسپانیا هغه درې هېوادونه دي، چې تازه یې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړ او چارواکو یې د اعلان پر مهال ویلي، چې دغه پرېکړه د روانې مې میاشتې له ۲۸ مې نېټې د پلي کېدو وړ ده.

د نړۍ ۱۴۳ هېوادونو فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلی او افغانستان د ۱۹۸۸ زیږدیز کال د نوامبر په ۱۶ مه نېټه دغه چاره ترسره کړه.

د مې له ۲۸ مې نېټې وروسته به د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندونکو هېوادونو شمېر ۱۴۶ ته ورسېږي او د ناروېژي لومړي وزیر په خبره ځینې نور اروپایي هېوادونه هم چمتو دي دغه چاره ترسره کړي.

ځینې تش په نامه بشرپاله هېوادونه اوس هم خپل منافقت ته دوام ورکوي او د فلسطین رسمیت پېژندنه پرې بده لګېږي، تازه فرانسې ویلي، چې د دغې چارې د ترسره کېدو لپاره اوس وخت مناسب نه دی.

لوېدیځې اشغالي سیمې، غزه او د قدس شاوخوا او نورې سیمې چې اوس مهال د صهیونست رژیم تر اشغال لاندې دي، د فلسطیني دولت برخې دي، چې باید ورکړل شي.

سیمه کې اوسنیو حالاتو ته په کتو یواځې رسمیت پېژندنه نه شي کولی د فلسطیني وګړو درد دوا کړي او باید د نړۍ دغه ۱۴۶ هېوادونه، چې فلسطین یې په رسمیت پېژندلی، ټول په یوه خوله د اشغالګرانو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې ودرېږي او د روانو ظلمونو مخه ونیسي.

د رسمیت پېژندونکو هېوادونو په لېست کې دوه داسې هېوادونه دي، لکه روسیه او چین، چې په ملګرو ملتونو کې د ویټو حق لري او د امنیت شورا دایمې غړیتوب لري او له خپل دغه قدرت څخه په استفادې کولی شي، چې د فلسطین د ملاتړ لپاره هر ډول غږ پورته کړي.

د اشغالګرانو د ظلمونو پر وړاندې همداسې غلي پاتې کېدل بدې پایلې له ځان سره لري نو پکار ده، چې د نړۍ هېوادونه یې پر وخت غم وخوري او د فلسطینیانو حقوق تامین او اشغالي ټولې ځمکې یې ازادې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته