سیاست

دسترې محکمې عالي شورا دپوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دسترې محکمې  عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دقاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ  غونډه وکړه او په اجندا کې  نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې .
دسترې محکمې  دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. شورا لومړۍ دلومړي قضايي  کلنۍ چاپ  اوخپرول چې په قضايي او اداري ساحو کې دسترې محکمې  دکړنو او فعاليتونو څرګندويه ده د قضايه قوې ډير مهم برياليتوب  وباله او څرګنده يې کړه چې دسترې محکمې مشرتوب  دشفافې او څرګندې پاليسي په رعايتولو سره د خپلوکاري فعاليتونو اوبرياليتوبونوټولګه  په پرله پسې  ډول د قضايي  خپرونو او دانترنټي پاڼې له لارې خپره کړې ده او ډاډ من  دى چې دقضايي کلنۍ خپرول چې دهيواد  دقضايي نظام په تاريخ کې  سارى نه لري هم ددغه هدف دتحقق په تګلوري کې  به مهم  او ځانګړي  رول ولوبوي .
عالي شورا دقضا دکلني خپرول دقضايه  قوې دتيرو اوو کلونو دحالت په باب  تمرکز او هم  په ١٣٩٢ کال کې دفعاليتونو او کړنو مشخص  انعکاس  ته په پاملرنې سره ارزښتناک   وبلل او داکار يې  دمينه والو داستفادې په لاره کې  ښه سرچينه او ماخذ وباله، وروسته له اجندا سره سم  ددغو رسيدلو استهداګانو په باب غور او څيړنه وشوه .
_  داړوندو محکمو ترمنځ ددوو حقوقي دوسيو دڅيړنې  دصلاحيت دتنازع په برخه کې دکابل ولايت داستيناف  محکمې درياست استهداييه. 
_ دښکتنيو محکمو دپريکړو  په څيړنه کې د استيناف محکمو دقانوني صلاحيتونو په  باب دشمال زون دنظامي استيناف محکمې درياست  استهداييه.
_   له هيواد څخه په بهر کې دافغان ميړه  اوميړمنې ترمنځ په شخصيه  احوالو پورې داړوندو ستونزو په باب  دبهرنيو چارووزارت دحقوقي دسک استهداييه  او دغه راز ددعوا دلورو له خوا  دقاضي د رد دغوښتنې په باب  دسرپل ولايت  داستيناف محکمې درياست استهدايه  چې په ټولو دغو مواردو کې په هيواد کې دنافذو قوانينو دحکمونو په رڼا کې  لازمې قانوني لارښوونې وشوه .
عالي شورا دغه راز دافغانستان  او دمتحده عربي  اماراتو ددولتونو ترمنځ  دلاسليک  شوي تفاهم ليک  په چوکاټ کې عربي متحده اماراتو  ته  په بند ديو محکوم  افغان تبعه دسترداد په برخه کې دلوى څارنوالي  دغوښتنې په وړاندې او هم دهغه دحقوقوددفاع په مقصد  استونيا ته ديوه ملي سوداګر دسفر دمحدوديت دلرې کولو دغوښتنې په باب لازم تصميمونه ونيول .
سربيره پردې په نننۍ غونډه کې  د درې ګونو  محکمو په پريکړو  دبيا کتنې د اوو مواردو غوښتن ليکونو اوهم په مدني او جزايي قضيو کې دمحکمې د بدلون دڅلورو مواردو غوښتن  ليکونوپه باب  هم څيړنې  وشوې او په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
  ديوبل خبر له مخې، دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات نن له غرمې وروسته دخپل کار په دفتر کې په کابل کې دبريتانيا  دسفير له مرستيال سره وکتل
  په دې کتنه کې  دقضايي خدمتونو په وړاندې کولو  کې دقضايه قوې مسلکي  ظرفيتونه او ځواکمنۍ وڅيړل شوې او قاضي القضات  په دې برخه کې دقضايه قوې  ستراتيژيکي پروګرامونه او پلانونه بيان کړل او زياته يې کړه دافغانستان قضايي  نظام له شتو ستونزو او چلنجونو سره سره  خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي دي او دقانون دتطبيق اودقضايي  عدالت په لاره کې يې په جدي توګه هلې ځلې کړي دي.
قاضي القضات  دغه راز درسيدلو قضيو په څيړنه کې له فساد او نشه يي توکوسره دمبارزې په برخه کې  دځانګړو  اختصاصي محکمو دندې قناعت بخښوونکي وبللې او څرګنده يې کړه چې قاضيانو له بل هر وخت څخه زيات دستر قضايي  رسالت په چوکاټ کې خپلې وجيبې په ښه توګه درک کړي دي او دسترې محکمې رهبري  هم  دهيواد په دننه او بهر کې دهغوى دتجربو  د تبادلې او دحقوقي او تخصصي پوهې  دکچې دلوړولو  په خاطر زيات فرصتونه برابر  کړي دي چې دګټورو او اغيزمنونتيجوسبب  شوى دي .
  په مقابل کې دبريتانيا  دسفير مرستيال دقضا په برخه کې  دپرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه  او ددغه سفارت  دقانون دواکمني دبرخې جزئيات  او پروګرامونه چې قاضيانو ته دروزنيزو تخصصي پروګرامونو داجرا کولو په لاره کې ددغه هيواد دماهرانودبلنې په باب دي بيان کړل .
قاضي القضات ددغه شان  پروګرامونو داجرا کولو چې دسترې محکمې سره  په بشپړې همغږۍ او تفاهم کې ترسره کيږي  هرکلۍ وکړ  اوپه دې برخه کې  يې دهمکاري ډاډ  له امله مننه وکړه .
ديادونې وړ ده چې په دې کتنه کې دقضايه قوې دادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله  عطايي هم  برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته