امنیت

دوه تنه اسنان تښتوونکي په پوځي جامو کې ونيول شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دوه تنه انسان تښتوونکي په ننګرهار ولايت کې دملي امنيت دمنسوبينو دځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شول.
دغوکسانو دسرحدي پوليسو په يونيفورم او دملي امنيت په پوځي رنجرکې په ننګرهار ولايت کې په انسان تښتونې ، غلا او شوکمارې لاس پورې کول.
هغو ټيک هغه وخت چې غوښتل يې يو پانګه وال وتښتوي دبهسودو په ولسوالۍ کې ونيول شول.
نيول شوي کسان دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ او دننګرهار ولايت دښيوې دولسوالۍ اوسيدونکي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي ددغه خبرو تاييدولو په ترڅ وايي دغو کسانو دپلټنې پوسته جوړه کړې وه او په دې پلمه يې غوښتل چې يوپانګه وال وتښتوي.
نيول شويو کسانو له پوځي جامو او وسايطو څخه په استفادې سره دانسان تښتونې او شوکمارې په څو پيښو اعتراف کړى دى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې څوارلس تنه دجنايي جرمونو په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته