کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٤ نيټه :
په تخار ولايت کې يو ماشوم نن سهار د يوه لاسي بم د غورځولو له امله ټپي شو.
دتخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د تالقانو ښار په فقيرآباد سيمه کې رامنځته شوه .
تر اوسه پورې د دغې پيښې د څرنګوالي علت معلوم نه دى خو د پوليسو له خوا تحقيقات پيل شوي دي .
د يوبل خبر له مخې:
يوپنځوس کلن سړى تېر ماښام د تالقانو ښار په سراى سنګ کلي کې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په ډزوسره ووژل شو او قاتلان په تيښتې بريالي شوي دي.
پاى ع ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ