کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
درې تنه تروريستان دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا په قندهار کې ونيول شول.
باخترآژانس دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خولې خبر ورکړ:
دغه تروريستان چې رحمت الله ، بخت الله او عبدالغفار نوميږي ددولتي ضد فعاليتونو ، ماين ښخولو او تروريستانو ډلو ته دچاوديدونکو توکو درسولو په تور نيول شوي دي.
هغوى په لومړنيو پوښتنو او تحقيقاتو کې په څو تروريستي پيښو اعتراف کړى دى .
4 د یوې دقیقې څخه لږ