امنیت

پنځلس تنه وسله وال مخالفين په پکتيکا کې ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې٦ نيټه :   
دولس تنه وسله وال مخالفين پرون د پکتيکا ولايت د وازه خوا په ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګروال فاروق ګرديزي د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين د پکتيکا ولايت د وازه خوا ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول او د هغوى شپږو موټرسايکلونه له منځه يوړل شول .
د يوبل خبرله مخې:
درې تنه وسله وال طالبان د پکتيکا ولايت د مرکز په مربوطاتوکې د  ٢٠٣تندر قول اردو له ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته