امنیت

اته طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د وري ۲٨ مه / باختر
اته وسله وال طالبان په روزګان کې په درېيو هوايي بريدونوکې ووژل شول او شپږ نور يې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په چارچينو ولسوالۍ کې او ترينګوت ښار ته څېرمه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه بريدونه د هېواد هوايي ځواکونو ترسره کړل.
دغه قول اردو وايي چې په بريدونوکې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نور يې ټپيان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو نن سهار د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٧ ماينونه په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته