ټولنه

دهرات دجوماتونو په سلو کې ديرش متوليان له دولت څخه معاش ترلاسه کوي .

کابل باختر د کب  پنځمه :
سره له دې چې  په هرات ولايت کې څه ناڅه شپږ زره پنځه سوه جوماتونه شته ، دحج او اوقافو رياست مسوولين وايي  چې دجوماتونو  دوه سوه اته شپيته تنو متوليانو ته ددغې ادارې له خوا معاش ورکول کيږي .
  دهرات ولايت دحج او اوقافو درييس سيد عبدالواحد عاصمي دڅرګندونوله مخې ،  ددغو جوماتونوله جملې څخه يوسلو درې پنځوس جامع جوماتونه په هرات ولايت کې  فعاليت کوي .
دحج او اوقافو رييس  ددولت له بودجې څخه  دجوماتونود طرحې دعملي کولو  خبر ورکړ او ويې ويل  په وروستيو کلونوکې  دلومړى ځل لپاره ديارلس جوماتونه  ددغې ادارې  په مرسته  جوړ شوي دي .
دغه دولتي مقام ټينګار کوي چې زياتره  داوقاف  ځمکې دهېواد په کچه په هرات ولايت کې موقعيت لري .  چې  څلور څلويښت زره  جريبه  تجارتي او زراعتي ځمکه پکې شامله ده .
  دحج او اوقافو رييس وايي  په هرات ولايت کې يو ديرش زره جريبه  وقفي ځمکه  ددغې ادارې  په تصرف کې دى . او يوولس زره جريبه ځمکه  تر دعوا لاندې ده .
  ده تاييد کړه  چې ددغوځمکو داجارې له پلوه هرکال  څه ناڅه څليرويشت مليونه افغانۍ  راټول او په بانک کې تحويليږي .
عاصمي وويل :په روان کال کې  دهرات ولايت  دحج دزيارت کوونکو دمديريت په مقصد  دپچې له لارې  د نوم ليکنې پروګرام هم ترلاس لاندې نيول شوي دي چې له مخې يې سږ کال ديارلس  زره  پنځه سوه تنو په هرات کې دحج دفريضې داداکولو په مقصد نومونه ليکلي دي .  ده وويل  له دې جملې څخه درې زره تنه  دپچې له لارې  ټاکل شوي دي . په راتلونکو اوو کلونو کې  دحج دفريضې داداکولو په مقصد سعودي عربستان ته واستول شي .
  ده په کال کې  دهرات ولايت دحج  ونډه يو زرو څلور سوه اته ديرش تنه اعلام کړ . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته