سیاست

د حامد کرزي د ډاډکيرنې پيغام

کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ٣٠مه
د ډاکتر راج وليشاه خټک د ميړنې له امله د حامد کرزي د ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د پښتونخوا نومیالی فرهنګي شخصیت ډاکتر راج وليشاه خټک د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوى دى.
ارواښاد ډاکتر راج ولیشاه خټک د خپلې ژبې او فرهنګ لپاره ارزښتناک خدمتونه کړي دي، د ده مړینه یوه لویه ضایعه ده.
د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ده کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته وړاندې کوم، الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته