سیاست

د وزیرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې ناسته وکړه

کابلباختر د غويي د مياشتې ١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا د اقتصادي فرعي کمېټې ناسته نن د اجرائيه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وشوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې لومړی د ښار او کور جوړولو وزارت د ودانیو او لوړو بلډنګونو د تخنیکي او ایمني نورمونو په اړه د ګډې کمېټې رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دمګړۍ په جوړو شویو ساختمانونو او لوړو دانیو کې تخنیکي او ایمني معیارونه نه دي پلي شوي.
په دې رپوټ کې وړاندیز شوی و، چې د کودونو او ایمني مسایلو د پلي کېدو لپاره دې طرزالعملونه جوړ او ټول اصول او معیارونه باید په ودانیو پلې شي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هدایت ورکړ، چې د ایمني کمېټه دې ایجاد شي، ټول طرزالعملونه او قوانین دې په جدیت سره په نویو جوړېدونکیو ودانیو پلې شي او په زړو ودانیو کې دې د اصلاحاتو پروسه پیل شي.
دغه راز هېواد ته د کډوالو د راستنېدو او په مثتبو اقتصادي اغېزو په اړه یې د جوړې شوې کمېټې رپوټ د اقتصاد وزارت مرستیال وړاندې وکړ. په دې اړه د هېواد اجرائيه رئيس بهرنیو چارو وزارت او اقتصاد وزارت ته هدایت ورکړ، چې دا مساله و ارزوي، چې له یوې خوا هېواد ته د پیسو رالېږد اسانه شي او له بلې خوا یوه ارزونه له حکومت سره هم وي، چې د کډوالو راتګ پر اقتصاد څومره مثبت اغېز کړی دی.
په یاده ناسته کې په شهدای صالحین کې د لرګیو د سوځول شوي سرای په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې پر عایداتو د مالیې په نوي قانون کې یوه ماده شته، چې د دوو کالو لپاره هغو سوداګرو او هټۍ والو ته مالیه معاف کوي، چې په راتلونکې دا ممکنه ده؛ خو په تېر کې چې کومې پېښې شوي دي په قانون کې وضاحت نلري او مرسته وسره ممکنه نه ده.
د اجنډا بله برخه په بلخ کې د جیدګلاس د ځمکې د ستونزې په اړه وه، چې اجرائيه رئيس مالیې وزارت او اراضۍ ادارې ته یې د حل هدایت ورکړ. همدارنګه اجرائیه رئيس د حق او اوقافو وزارت ته هدایت ورکړ، چې د کابل په حاجي کمپ کې دې د افغان چرم جوړونکیو غرفې ته اجازه ورکړي چې د حج اړوند چرمي توکي وپلوري.
دغه راز په غونډه کې وړاندیز وشو، چې د مېوې او طبي نباتاتو د پروسس لپاره دې ځانګړی او معیاري ځمکه د خصوصي سکتور په واک کې ورکړل شي، څو بهر ته په معیاري پروسس سره ولېږدول شي.
اجرائيه رئيس په باریک آب او زرغون صنعتي ښارګوټي کې د ارزونې هدایت ورکړ او هم یې ښاروالۍ ته دستور ورکړ چې د دوی اړوند ځمکې و ارزوي څو د مېوو او طبي نباتاتو د پروسس لپاره ځمکه ومومي او خپل رپوټ اقتصادي کمېټې ته ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته