امنیت

په سمنګانو او بلخ کې دطالبانو دپوځي مسوول نيول

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
هغه سړى چې ويل کيږي دبلخ او سمنګانو په ولايتونوکې دوسله والو طالبانو دډلې پوځي مسوول دى دپوځي عملياتو په بهير کې  ونيول شو .
په مولوي قدير پرون  ناوخته دکشندې په ولسوالۍ کې په خپل پټنځي  کې دپوځيانو له خوا بريد وشو او ونيول شو.
  په دغه پټنځي کې  دوسله والوطالبانو دډلې  له خوا دزارع ولسوالۍ لپاره  نومول شوى ولسوال شمس الدين  له دوو تنو افرادو سره يې هم ونيول شو .
دبلخ ولايت يوه امنيتي  مسوول دباختراژانس له خبريال سره  په اړيکه کې  دطالبانو ددغو دوو سترو قوماندانانو  نيول تاييد کړل .
  ده وويل  په دغو ځانګړو عملياتوکې دطالبانو په ډلې پورې اړوند څه ناڅه  اته تنه وژل شوي دي .
  مولوي  قدير په بلخ او سمنګانو کې  دطالبانو دلومړى لمبر شخص بلل کيږي.
دطالبانو دغه قوماندان په دغو دوو ولايتونوکې  دزياترو تروريستي پيښو په تيره بيا دبمونو او ماينونو دايښودلو  او وسله والو بريدونومسووليت په غاړه درلود .
په بلخ ولايت کې پوځي قوماندان وايي چې مولوي قدير دبلخ او سمنګانو ولايتونو لپاره دطالبانو پوځي مسوول و  او دزارع  ولسوالۍ لپاره ددغې ډلي تش په نامه ولسوال مولوي شمس الدين  له خپلو يو شمير کسانو  سره ديو شمير تروريستي بريدونو  په سازمان ورکولو بوخت و چې تر هدف لاندې راغلل .
ويل کيږي چې دطالبانو ددغه ستر قوماندان په پټنځي  کې  په لسګونو  سپکې  او درندې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکي مواد ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته