کابل باختر د لړم پنځمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په کندزکې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې ووژل شو .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان چې په کندزکې په وروستيو جګړوکې لاس درلود؛ تېره شپه د کندز ولايت د مرکز په مربوطاتوکې د ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شو او دوه تنه همکاران يې سخت ټپيان شول .
خبرځاى وويل: دغه راز پنځه ماينونه د امنيتي ځواکونو له خوا د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ په سړک کې کشف او شنډ کړى شول .
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو د مسوول عبدالقهار آرام دڅرګندونوله مخې، همدا اوس د فارياب، کندز او بغلان په ولايتونوکې څلور پلان شوي عمليات دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل