کابل باختر د وږي د مياشتې ١٧ :
دپکتياولايت دجاني خيلو ولسوالۍ چې له څو ورځو را په دې خوا دوسله والوطالبانوپه لاس کې وه تيره شپه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه او آزاده شوه .
دپکتيا دوالي وياند نقيب احمد اتل دباخترآژانس خبريال ته وويل : دملي اردو په عملياتو کې چې دجاني خيلو ولسوالۍ د آزادۍ سبب شول کابو دوه سوه تنه وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي چې په هغو کې يو جګپوړى افسر له څو تنو افرادوسره يې هم شامل دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې ديرش تنه امنيتي ځواکونه شهيدان شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپاملرنې موسسې دخوراکي توکو مرستې په دغې ولسوالۍ کې د جګړې له امله په بيځايه شويو کسانو ويشل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل