امنیت

دترو رستي بريدونو درې تنه برابرکوونکي ونيول شول

هغه درې تنه چې ويل کيږي د وسله والو طالبانو اودحقاني دشبکې دترو رستي بريدونو د ترسره کولو لپاره يې د جنګي وسايلو اود مالى امکاناتودبرابرولومسوليت په غاړه درلود .د هلمند، زا بل او پکتيکا په ولايتو نو کې په دريو پوځي عملياتو کې ونيول شول .

 دغه درې تنه پرون د افغان امنيتي ځواکونو اود ناټو په ګډو عمليا تو کې له يوې اندازې جنګي وسايلو سره نيول شوي دي.

 ناټو باختر اژانس ته ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دغو کسانو د هلمند دنهر سراج ، دزا بل په ترنګ او جلدک اود پکتيکا دسروبي دولسواليو په مربوطاتوکې يې وسله والو طالبانو اود القاعده شبکې ته د ترو رستي بريدونو د ترسره کولو په مقصد د جنګي وسايلو او مالى امکا نا تو د برا برولو مسو ليت په غاړه درلود.

ددغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ددغو عمليا تو په بهير کې يو شمير وسله وال طالبان ووژل شول اوځينې نور يې له هغوى سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي.

په دې خبر پاڼه کې د ناټو د سرتيرو اودافغان پوځيانو او ملکى وګړو دسر د احتمالى زيان په باب څه نه دي ويل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته