امنیت

جنرال مراد: په بغلان کې عمليات پراختيا مومي

کابل –باختر د سلواغې دمياشتې ١١
په بغلان ولايت کې به د طالبانو پرخلاف د ملي اردو د ځواکونو عملياتو له ډنډ غوري څخه پراختيا ومومي.
دباختر آژانس د خبرله مخې :
په داسې حال کې چې د بغلان ولايت په ډنډ غوري کې د امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات په برياليتوب سره دوام لري؛ دهېواد د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد دغه ولايت ته تللى دى او بغلان ته د رسيدو په لومړيو ساعتونو کې يې د طالبانو پرخلاف د پوځي عملياتو د پراختيا يادونه وکړه .
دغه جګپوړي جنرال ويلي دي چې دى د حالاتو د څرنګوالي د څيړنې په مقصد بغلان ته راغلى دى او هلې ځلې به وکړي چې دغه عمليات له ډنډ غوري څخه د بغلان ولايت نورو سيمو ته پراختيا ومومي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د خورشيد عمليات به ډير ژر د ډنډ غوري له ساحې څخه پراختيا ومومي.
د بغلان ولايت په ډنډغوري کې په نويو پرمختياووکې څه ناڅه ٥٠ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي چې بهرنې تروريستان هم پکې شامل دي.
په همدې حال کې سيمه ييزو مقاماتو هم ويلي دي: په بغلان کې د طالبانو له شتون څخه خلک ستړې شوي او د دغې ډلې پرخلاف يې وګړني پاڅونونه پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته