ټولنه

ملا امامان : دبريدونو او ډار اچونو لپاره له قرآن او جومات څخه استفاده دهغو کسانوکار دى چې له الهي حکمونو څخه بي خبره دي .

کابل باختر د تلي شپږ ويشتمه :
دجوماتونو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې په جوماتونوکې ډار اچوونکي بريدونه داسلام دمقدس دين دموازينو پرخلاف وبلل او ويې ويل چې ددغه شان عملونو عاملينو هغه ګمراهان دي چې له الهي حکمونو څخه بې خبره دي .
دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبرونو له مخې ، په دي خطبو کې دډار اچوونکو عملونو دترسره کولو لپاره ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا دالهي کتاب له نسخو څخه استفاده چې دلوګر دوالي دشهادت سبب شو په کلکه وغندل او وويل شو چې دپل علم ښار په جامع جومات کې دقرانکريم په نسخو کې دبم ځاى پرځاى کول ،وښودله  چې زموږ دملت دوينو تږي  چې ناپوه او جاهل دښمنان چې زموږ دملت دوينو تږي دي ترکومې اندازې پورې له دين او انسانيت څخه ګمراه کړي دي .
په دي خطبوکې دهيواد دمومنو اومسلمانو خلکو څخه وغوښتل شول چې دهيواد ددښمنانو انساني او اسلامي ضد هر راز توطيواو پروګرامونو په وړاندې خپله هوښياري  وساتي خداى ( ج )  به ددغه هيواد دبچيانو په ځواکمنومټو چې دامنيتي ارګانونو په چوکاټ کې دنده ترسره کوي ددغه هيواد دښمنان به خواراو زبون کړي ،  ځکه هغوى په ديني ارزښتونو ولاړ نه دي او آن له الهي کتاب اوجومات څخه چې دپروردګار دعبادت لپاره مقدس ځاى دى دخپلو ډار اچوونکو بريدونو لپاره دمسلمانانو وينې تويوي .
ملا امامانو او واعظانو دغه راز خلک په جوماتونوکې دپنځه ګونو لمونځونو اداکولو ، دالله بنده ګانوته خير رسولو ، خلکو ته دزيان درسولو دمخنيوي ، دسولې په فضا کې ژوند کولو او له جګړې څخه لاس اخستلو ته راوبلل او دغه راز بي وزلوته دمرستې رسولې دمسلمانانوله ښو خصلتونو څخه وبلل .
دغه راز په دې خطبو کې هيله وشوه چې دنيکمرغه لوى اختر په ورځو کې زموږ دخلکو عبادتونه او قربانى دالله ( ج )  په دربار کې منظور شي اوجګړه او وينه تويدنه  زموږ په هيواد کې پاى ته ورسول شي اوزموږ ځوريدلي خلک دسولي او امن په فضا کې ژوند وکړي .
ديادونې وړ ده چې دسعودي عربستان مفتي اعظم دروان کال د حج په مراسمو کې  دعرفات په خطبو کې هم ډار اچوونکي او ځانمرکي بريدونه داسلام دمقدس دين له نظره  په بشپړه توګه حرام وبلل او ددغه شان عملونو عاملين يې دوزخيان وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته