امنیت

څوارلس تنه ملکي وګړي دوسله والو مخالفينو له خوا په غور کې ووژل شول .

کابل باختر د زمرى  دريمه :
ددولت  وسله والو مخالفينو څوارلس تنه ملکي وګړي  په غور ولايت کې  ووژل .
دغه کسان  ددوو مسافر وړونکو موټرو سپرلۍ  وې چې تيره شپه ددولسو بجو په شاوخوا کې ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا په چغچران ښار پورې اړوند  دپادګاه  دکلي  په ( ني يک ) ساحه کې لومړى له موټرو څخه  ښکته کړي شول او وروسته  په ډزو سره  ووژل شول .
  دغور ولايت  امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو دوو ليږدونکو وسايطو دسپرلۍ له جملې څخه دوو ښځو او يوه نارينه وکولاى شول چې دپيښې له ساحې څخه وتښتي او ددغې پيښې په باب پوليسو ته خبر ورکړي .
ده وويل  دپوليسو ځواکونو دپيښې ځاى ته  ور ودانګل خو ددولت وسله وال مخالفين دشپې له تورتم څخه په استفادې سره له ساحې څخه تښتيدلي و .
دجنرال قايم دڅرګندونو له مخې ، په دې پيښه کې يوولس تنه نارينه او درې تنه ښځې  شهيدانې شوې دي او دوه ښځې او يو نارينه چې ددغو وسايطو په سپرليو کې شامل و ، وکولاى شول چې له ساحې څخه وتښتي .  او ځان وژغوري .
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم څرګنده کړه دغه دوه موټرونه چې فلانکوچ ډوله مسافر وړونکي و ، يو يې  دچغچران له استقامت څخه  ددولت يار او دلعل اوسرجنګل دولسواليو په لور روان و او دويم موټر دلعل او سرجنګل او دولت يار له ولسواليو څخه  دچغچران ښار ته روان و . او ددواړو وسايطو سپرلۍ ملکي وګړي و . او دوسله والو مخالفينو له خوا ددوى د وژنې علت لاتراوسه پورې  نه دى څرګند شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته