چاريکار باختر د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه
دوه تنه افغان بنديان د بګرام له جيل څخه ازاد شول
دغه کسان له طالبانو سره د همکارۍ په تور څه نا څه يو کال مخکې په دوو جلا جلا پيښو کې د نا تو دځوا کو نو له خوا نيول شوي وو
د پروان د والي مرستيال شاه ولي شا هد د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل چې دغه کسان د نا تو دځواکو نو له خوا ددوى ددو سيو له څيړنې وروسته دسو لې د عا لي شورا په همکاري د بګرام له جيل څخه ازاد شول.
دا په داسي حال کې ده چې دغه دوه تنه له پنځو څخه تر اوولسو مياشتو پوري په بګرام کې د ا مريکا يي ځواکو نو په جيل کې بنديان وو
دياد ونې وړ ده چې تيره اوونۍ د جمهور رئيس او ددفاع وزارت دلارښوونې له مخې د بګرام پنځه سوه تنه بنديان د کابل دڅرخې پله جيل ته و ليږدول شول او دوه سوه تنه نور يې په نږدي را تلونکى کې ليږدول کيږي
دايتلاف له ځوا کو نو څخه افغان امنيتې ځوا کو نو ته د بګرام د جيل د مسووليت د سپارلو پرو ګرام په سلو کې اويا باوري شوي دي