سیاستخبرونهاقتصادTOP

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د سپين زر دولتي شرکت فعاليتونه وارزول

کابل، د لېندۍ ۳۰مه، باختر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال  ملا عبدالغني برادر اخوند پرون کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سپين زر دولتي شرکت فعاليتونه وارزول.

نوموړي همدارنګه د دغه ولایت له مسوولینو سره وکتل او هغوى ته یې د کارونو د ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه سفر پر مهال د ولایتي مسوولینو په ملتیا د کندز سپین زر دولتي شرکت څخه هم لیدنه وکړه.

هغه د یاد شرکت فعاليت با ارزښته ياد کړ، د مسوولینو له ترسره شوو هڅو يې ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌ والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره کندز سپين زر دولتي شرکت په عصري تجهیزاتو سمبال شوی او د خامو موادو په برابرولو سره یې اقتصادي څرخ په حرکت راغلى دى، چې سلګونو‍‍‍‍‍ کسانو‍ ته پکې کاري زمينه هم برابره شوې ده.

اوس ‌مهال یاد شرکت د مالوچ، نباتي غوړیو، کنجاړې، د ځان او کالیو مینځلو صابون، کاغذي دستمالونو، موسمي یخ او په مختلفو اندازو د پلاستیکي بوتلونو د جوړولو په برخه کې تولیدات لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته