امنیت

په پکتيا کې نشه يي توکو ته اور واچول شو

کابل باختر د کب شپاړسمه
دپکتيا ولايت دپوليسو منسوبينو پرون ٨٢٧٢کيلوګرامه نشه يي توکو ته اور واچاوه .
  دغه اندازه نشه يي توکي ددغه ولايت  په مرکز او مربوطاتو کې  دجلا جلا عملياتو په بهير کې دپوليسو دمنسوبينو له خوا ضبط شوي وو
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان زلمى اوريا خيل دباختراژانس خبريال ته وويل، په دغوتوکو کې کيمياوي موادچې دهيروئينو په جوړولوکې کارول کيږي، اپين ، چرس ، هيروئين او بنگدانه  شته او ددغو پيښو په اړوند ٣٩ تنه نيول شوي وو چې عدلي اوقضايي مراجعو ته سپارل شوي وو .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې کوکنار نه کرل کيږي او ترلاسه شوي توکي دقاچاق وړونکو له خوا ددغه ولايت له لارې پاکستان ته ليږدول کيدل.  دغه توکي دپکتيا دوالي جمعه خان همدرد په  وړاندې وسوځول شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته