امنیت

دطالبانو يو قوماندان دخپلو افرادو په ګډون عادي ژوندانه ته ستون شو .

کابل- باختر د چنګاښ  دريمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ئيز قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې دجګړې له دوام څخه لاس واخيست او عادي ژوند يې غوره کړ .
محمد آقا او افراد يې مخکې له دې داليشنګ ولسوالۍ په شمکت دره کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و .
دطالبانو د ډلې دغه پخوانۍ قوماندان دخپلې تسليمي په مراسموکې  له دې امله چې دپرديو په  اشاره يې  په خپل هيواد کې په ورانکاري لاس پورې کاوه پښيماني څرګنده کړه اوژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به په ټول توان سره دخپل هيواد په بيا جوړولو او دامنيت په تامينولو کې ونده واخلي .
دلغمان ولايت دملي امنيت يومسوول باختراژانس ته وويل چې دوى عادي ژوندانه ته دقوماندان محمد اقا دستنيدوزمينه برابره کړې ده .
دترلاسه شويو شميرنو له مخې، دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې درې سوه دري ديرشو تنووسله والومخالفينو په لغمان ولايت کې له جګړې څخه لاس اخستى دى او عادي ژوند يې غوره کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته