امنیت

د داعش د تروريستي ډلې يوويشتو تنو غړو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٢:
د داعش د تروريستي ډلې ٩ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د پوځي عملياتوپه بهيرکې ووژل شول او ١٢ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه عمليات پرون ناوخته د غني خيلو ولسوالۍ په ځينو سيموکې د ملي اردو د کوماندو د ځواکونوله خوا ترسره شول.
د افغانستان په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو ځانګړو عملياتوکې د داعش د تروريستي ډلې ٩ تنه غړي  ووژل شول او ١٢ تنه نور ټپيان شول.
د اردو دغه قوماندان وايي: کله مو چې خبر ترلاسه کړ چې څو تنه تروريستان له پاکستان څخه افغانستان ته ر اغلي دي او غواړې په غني خيلو ولسوالۍ کې  د داعش ډلې ته افراد استخدام کړي؛ موږ عمليات ترسره کړل او ټول مو وځپل.
ويل کيږي په دغو عملياتوکې د اردو دوه تنه کوماندويان هم وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته