سیاست

جمهور رئیس کرزي دواړه کاندیدان وهڅول چې ډیر ژر یو نهایي توافق ته ورسیږي

کابل باختر دوږي  دولسمه
د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي نن سهار په ارګ کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو محترم ډاکتر اشرف غني احمدزي او محترم ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو هم پکې حضور درلود، د انتخاباتو د پروسې د وروستیو انکشافاتو په باب خبرې وشوې.
جمهور رئیس حامدکرزي د انتخاباتو د موفقانه پای ته رسېدو لپاره د دواړو کاندیدانو له هڅو او مذاکراتو څخه ملاتړ وکړ او هيله یې څرګنده کړه چې د دوی هڅې او مذاکرات ډیر ژر نتیجه ورکړي.
د هېواد جمهور رئیس دواړه کاندیدان وهڅول چې د انتخاباتو په اړه  ډیر ژر یو نهایي توافق ته و رسیږي ترڅو ملت له اوسني انتظار او نا څرګند وضعیت څخه خلاصون ومومي .
جمهور رئیس کرزي وویل، هر نهایي توافق ته چې دواړه خواوې و رسیږي دی به یې ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته