کابل / باختر/ د کب دمیاشتې ۱۹مه
دوه تنه پرون په پنجشير ولايت کې دنشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول .
دپنجشير ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونيار ګلستان عاصم باختر اژانس ته وويل چې دغه دوه تنه د١٥کيلوګرامو چرسو د لېږدوني په تور ددغه ولايت د مرکز بازارک په مربوطاتوکې دپوليسو له خوا ونيول شول .
نيول شويو کسانو غوښتل دغه چرس په يوه کرولا موټر کې کابل ته ولېږدوي .
پاى جذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ