ټولنه

حامد کرزي لارښوونه وکړه چې د سالنګونو د بیا رغونې چارې دې ډیر ژر پیل شي

کابل_باختردچنګاښ٤مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اقتصاد، مالیې او فواید عامې له  وزیرانو سره په کتنه کې هغوی  ته لارښوونه وکړه چې ډیر ژر دې د سالنګونو د لویی لارې د بیا رغونې  چارې پیل کړي.
د جمهور رييس د ويندوى دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شوه، حامدکرزي د سالنګونو د اساسي بیا رغونې په اړه د فواید عامې د وزیر د توضیحاتو له اوریدو وروسته لارښوونه وکړه چې د دغې پروژې د بشپړولو لپاره دې مالي سرچیني پیدا او ډير ژر دې د دغې لویې لارې د ترمیم کار په عملي ډول پیل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته