کابل باختر د ثور ٢٢
په کاپيسا ولايت کې د خپل منځي اختلافونو له امله تېره شپه يوه دولس کلنه نجلۍ ووژل شوه او يوه ميرمن او درې تنه ماشومان ټپيان شول .
د کاپيسا ولايت د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوالۍ په سنجن سيمه کې د کورنيو اختلافونو له امله رامنځته شوه چې په پايله کې يې يوه دولس کلنه نجلۍ ووژل شوه او د يوې ميرمنې او دريو ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى وويل: تر اوسه پورې د دغې پيښې انګيزه نه ده معلومه او د پيښې په اړوند هم څوک نه دى نيول شوى.
د قضيې د عاملانو د نيولو لپاره د پلټنې عمليات پيل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل