امنیت

نهه تنه پوځيان په شرين تګاب ولسوالۍ کې شهيدان شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
دفارياب ولايت سيمه ييز مسوولان  وايي دغه سرتيري  ددغه ولايت په شرين
تګاب ولسوالۍ  کې ددولتي او وسله والوطالبانو ترمنځ نښته کې شهيدان شول.
دشرين تګاب ولسوالۍ  سرپرست عبدالحکيم  ترک اوغلي  ددغې ولسوالۍ  دکوه صيادپه سيمه کې  په دولتي ځواکونو  په پرمختللو وسلو  دوسله والو طالبانو دپراخ بريد خبر ورکړ او ويې ويل ؛  چې تيره شپه دکوه صياد دسيمې يوه برخه  ددولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه
ترک اوغلي  که څه هم وسله والو طالبانو دسر ددروند زيان يادونه کوي  خو خبر دارى ورکوي  که چيرې  مرکزي دولت   دطالبانو په ځپلو او دسيمه ييزو ځواکونوپه پياوړتيا کې سملاسي اقدام ونه کړي  حالت به بدل شي.
په شرين تګاب ولسوالۍ کې دوګړنيو پاڅون کوونکو قوماندان نجيب الله قاطع  وايي ؛  دتيرې شپې په  جګړه کې  دده پنځه تنه افراد او دقوماندان نظام الدين پنځه  تنه افراد شهيدان شول .
ده وويل ؛  چې دولسوالۍ په مرکز کې دملي اردو ځواکونو دطالبانو دبريد په بهيرکې   دوګړنيو پاڅون کوونکو ملاتړ ونه کړ. طالبانو تراوسه پورې  په دې باب څه نه دي ويلي.
پاى ج ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته