امنیت

په زابل کې د چاودنې له امله يوماشوم شهيد شو.

کابل باختردزمري دمياشتې١٦
په زابل ولايت کې پرون ديو بم دچاودنې له امله يو کوچنى ماشوم شهيد او څلورتنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
چاودنه د زابل ولايت دمرکز قلات ښار په بازارکې هغه وخت وشوه چې ملکي وکړي د روزه ماتې لپاره دتوکو په پيرودنې بوخت وو.
د رارسيدلو خبرونو له مخې ، ددغه بمي بريد هدف د زابل ولايت په شينکى ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو ديو قوماندان ترور و. خو په دې پيښه کې ده او ساتوونکو ته يې زيان نه دى اوښتى .
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمرغلام جيلاني فراهي باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې يو ماشوم شهيد او څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
په قلات ښارکې د روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې د دوو تنو ټپيان روغتيايي حالت خراب بللى دى.
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې په بمي بريدونو او دماينونو په ښخولو لاس پورې کوي. هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې وژل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته