سیاست

دسولې جرګه ديو سياسي بهير په توګه دشتون اعلام وکړ.

-کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
دسولې جرګې نن ديو سياسي بهير په توګه دموجوديت اعلام وکړ دباختر آژانس دخبرله مخې دسولې دجرګې په نامه په جوړ شوي نوي سياسي بهير کې دحامد کرزي دحکومت يو شمير مقامات ګډون لري .
دکورنيو چارو پخوانى وزير محمد عمر داودزى او د سوداګرۍ صنايعو پخوانى وزير انور الحق احدى دسولې دجرګې هدفونو او پروګرامونو په باب څرګندونې وکړې .
ددغې جرګې غړي په دې باور دي چې بايد دسولې دبهيردافغانى کيدو اړخونه ولټول شي او هغوى ژمنه وکړه چې دسولې دخبرو بهير به احيا کړي.
دغې جرګې دافغانى سولې له بهير سره دپاکستان په همکارۍ باور نه لري بلکې دهغې په افغاني کيدو ټينګار کوي .
پخوا دحراست شورا او څو نورو سياسي بهيرونو په افغانستان کې د شتون اعلام کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته