کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
د ارزګان ولايت په د هراود ولسوالۍ کې پرون دماين دچاودنې له امله څلور تنه ماشومان شهيدان شول .
د ارزګان دوالي ويندوى عبدالله همت باختر آژانس ته وويل : دغه ماشومان دلوبو په وخت کې په ښخ کړى شوى ماين وختل او د هغې چاودنې له امله چې وشوه شهيدان شول .
همت وويل : دغه ماين دطالبانو له خوا ښخ کړى شوي و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ