سیاست

جمهورريیس غني د چارو ادارې د نوي ريیس د معرفي کېدو په مراسمو کې: د چارو اداره باید د ادارو غږ موږ او زموږ غږ اړوندو ادارو ته ورسوي

کابل / د وري ٢٣ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ريیس ډاکټر فضل محمود فضلي د معرفي کېدو په مراسموکې، ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دغو مراسموکې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د جمهورريیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوري ریاست د چارو ادارې د نوي ريیس په توګه د ډاکټر فضل محمود فضلي د مقررۍ په اړه د جمهورريیس فرمان ولوست چې نوموړي ته په کې د بریالیتوبونو هیله شوې وه.
ورپسې ډاکټر فضل محمود فضلي د جمهورريیس غني له اعتماد څخه په مننې وویل: د چارو ادارې د باتجربه او ژمنو همکارانو په مرسته به دغه ورسپارل شوی مسوولیت هېواد او هېوادوالو ته د ښه خدمت په موخه په اخلاص ترسره کړي.
هغه زیاته کړه: په چارو اداره کې د شته ظرفیتونود لا انسجام او ښې استفادې لپاره به کار وکړي.
فضلي په هېواد کې د کرونا وضعیت ته په کتو وویل: په لنډمهال کې به زموږ تمرکز د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او له دې امله د رامنځته شوي وضعیت د مدیریت په موخه پر وخت د نظام د رهبري د تصامیمو تطبیق او له نورو اړوندو ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ ایجاد وي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې نوي ريیس د یادې ادارې مخکېني سرپرست انجنیر الهام عمر هوتکي څخه مننه وکړه او ويې ویل: په منځمهال کې یې موخه د ادارې موثریت، د خدماتو ښه والی او د حکومت او خلکو ترمنځ د لا زیات اعتماد او په اړیکو کې د شفافیت ایجاد دی.
جمهورريیس غني، ډاکټر فضل محمود فضلي ته د نوي مسوولیت د مبارکۍ پرمهال په جمهوري ریاست کې د ژمن او متحد ټیم په موجودیت خوښي وښوده او ويې ویل: د دغه ټیم له برکته به له ملي مسایلو سره په سرعت، درایت او قاطعیت چلند وکړو او په فرصتونو به یې بدل کړو.
د هېواد جمهورريیس د چارو ادارې نوي ريیس ډاکټر فضل محمود فضلي ته په خطاب کې وویل: له تاسو او ستاسو له همزولو څخه مننه چې په سختو شرایطو کې یې ملي ګټو ته پر شخصي ګټو ارزښت ورکړ او له نورو نسلونو سره مو د همغږۍ زمینه برابره کړه.
هغه زیاته کړه: د چارو اداره باید د ادارو غږ موږ او زموږ غږ اړوندو ادارو ته ورسوي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه: د چارو اداره د ولسمشر نه، بلکې د دولت د رهبرۍ اداره ده او ټولو ته باید هغه ترتیبات برابر شي چې وکولای شي خپلې چارې ترسره او تصامیم عملي بڼه اختیار کړي.
جمهورريیس غني د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو وویل: په دې حالت کې چټکتیا پکار ده، تر څو هم د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی او هم نورې چارې پر وخت او ښه توګه مدیریت شي.
هغه په ټینګار سره وویل: زموږ ټولو مسوولیت دا دی چې په دغه مرحله کې دا وښیو چې د تصمیم، د فاجعې د مدیریت او له فرصتونو څخه د موثرې استفادې ظرفیت لرو.
جمهورريیس د کرونا ویروس له امله په نړۍ او هېواد کې رامنځته شوي مبهم وضعیت ته په اشارې وویل: په تاریخ کې لومړی وار دی چې هېڅوک نه پوهېږي دا فاجعه به څومره دوام کوي، خو په عواقبو یې پوهېږو.
هغه زیاته کړه: دنیا به په ابهام کې وي، خو د افغانستان ولس په ابهام کې نه دی او د دوی تقاضا ډېره ژر په تحلیل بدله شوه.
جمهورريیس غني د قضائیه، مقننه او اجرائیه قواوو د مشرتابه کړنو، خدمتونو او لاسته راوړنو څخه په مننې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو، مبارزې او سرښندنو قدرداني وکړه.
وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، دویم مرستیال استاد سرور دانش او د مراسمو نورو ګډنوالو د چارو ادارې ریاست پورې د یادې ادارې د نوي رييس ډاکټر فضل محمود فضلي ملتیا وکړه.
صالح، فضل محمود فضلي د هېواد تکړه کدر وباله او د جمهوررييس له لوري یې د چارو ادارې د ريیس په توګه د نوموړي پر مقرري خوښي څرګنده کړه.
د جمهورريیس لومړي مرستیال د چارو ادارې ارزښت ته په اشارې وویل: دغه اداره د دولت د رهبرۍ او نورو ادارو ترمنځ نښلوونکی او د معلوماتو د لېږد مهم رول ترسره کوي.
هغه زیاته کړه: موږ پر ستونزه د اعتراف، د ویروس د خپرېدو، د فلاکت د اوج، نسبي ارامي او نورمال حالت ته د ورستنېدو پنځو پړاوونو په چوکاټ کې د کرونا ویروس د مخنیوي مبارزه کوو.
نوموړي وویل: له شک پرته کرونا ویروس په نړیواله کچه په فردي، اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او ټولنیزو اړیکو منفي اغېزې کړي، خو موږ باید په واقعبینانه توګه له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه خلکو ته روحیه ورکړو. #
پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته