امنیت

دهېواد په ختيځ کې د نويو هوايي بريدونو له امله داعشيانو ته د سر زيان واوښت

جلال آباد باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د افغانستان په ختيځ کې د نويو هوايي بريدونو له امله  شل تنه داعشيان  ووژل شول او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهارولايت د دًُربابا ، روداتو ، کوټ ، هسکې مينې  او د اچين په ولسواليو کې د دوى په پټنځيو بريدونه وشول
د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې شل تنه داعشيان ووژل شول اوپه لسګونو تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: دغه داعشيان د يولړ نويو ډار اچوونکو پيښو په پلان جوړولو بوخت وو چې د بې پيلوټه جنګي الوتکوله خوا پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې پوځيانو د يولړ چاودنو  مخه ونيوله .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: امنيتي مامورانو نن سهار داچين ، مومند درې  او د کوټ د ولسواليو او د جلال آباد ښار په ګڼ ميشتولاروکې پنځه ماينونه کشف او شنډکړل.
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته