-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د عامې روغتيا وزارت سرپرست اونوماند ډاکټر احمدجواد عثماني نن د قزاقستان له سفير حليم خان يسين کيلديوف سره وکتل .
په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتيا په تېره بيا د کروناويروس سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونوترمنځ د ګډو همکاريود پياوړتيا په باب خبرې اترې وکړې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ ډاکټر احمد جواد عثماني په سختوشرايطو کې چې کرونا ويروس د افغانستان لمنه نيولې ده ، د قزاقستان د مرستو له امله قدرداني وکړه او له هغه څخه يې وغوښتل چې د مصنوعي غړو،غاښونو او قابلګۍ او د روغتيايي ګردشګري د افغان ډاکټرانو د روزنې په اړوند د دواړو هېوادونو د ګډوهمکاريو په باب يوتفاهم ليک برابرکړي .چې دهغه له مخې په دغو برخوکې د دواړو هېوادونوهمکارى زيات پياوړي شي .
حليم خان يسين ګيلديوف د کرونا بحران په شرايطو کې په افغانستان کې د خپل هېوادهمکاريو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د قزاقستان دولت د کرونا بحران په دوران کې ونه شو کړاى چې د روغتيايي توکو مرسته وکړي .
خو د خوراکي توکومرسته وکړه .
هغه دغه راز د قزاقستان د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو دکيفيت يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه هېواد چمتو دى چې دافغانستان له دولت سره مصنوعي غړو، غاښونو،او د روغتيايي ګردشګرى د روزنې او په مناسبه بيه د درملوپه برخو کې همکاري وکړي . ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل