امنیت

په هلمندکې د وسله والو طالبانو په سنګرونو مرګاني هوايي بريدونه

کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه : 
څوارلس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې په يولړ هوايي بريدونوکې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان کله چې د لښکرګاه ښار او په ګرشک ولسوالۍ کې د يولړ ډارچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو، پرې هوايي بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دغو هوايي بريدونوکې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په دغو بريدونوکې د وسله والوطالبانو څو مرکزونه هم له منځه تللي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته