کابل/دلیندۍ۲۵/باختر
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په منجان او ګنجکي سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې اووه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې په دغه نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ