امنیت

په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو یو تن لارښوود له یو تن ځانمرګي بریدګر سره ونیول شو!

کابل باختر د کب درې ويشتمه
د حقانی ترهګری ډلی پلان درلود چې د یو تن ځانمرګي بریدګر په واسطه د کابل ښار په یوه ګڼ ميشته سیمه کې ځانمرګی برید تر سره کړي، چې له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو مخکې د ملی امنیت دلوی ریاست سرښندونکو منسوبینو لخوا ځانمرګی بریدګر په نوم د عبدالرحمن مشهور په( حیدری او حنیف) د ځانمرګو بریدونو یو تن لارښوود په نوم د عبدالرحیم مشهور په(اجمل) سره یو ځای ونیول شول.
د ځانمرګو بریدونو لارښوود او لیږدونکي عبدالرحیم اعتراف کړی، چې د حقانی ترهګری ډلي قوماندان په نوم د صبرالله(ځدران) په لارښوونه یې یو تن ځانمرګی بریدګر د ځانمرګي برید په موخه کابل ښار ته رالیږدولی وو.
همدا رنګه ده زیاته کړی ده چې پخوایې هم ځانمرګي بریدکوونکي د ځانمرګو بریدونو په موخه کابل ښار ته رالیږدولي و.
د دغه ترهګرو نیونه د ترهګریز کړنو د مخنیوي او په هیواد کې د سولې او ثبات په ټنګښت کې د ملی امنیت لوی ریاست د با شهامته منسوبینو د هلوځلو ښکارندوي کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته