کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٦مه :
شپاړلس ډاراچوونکي تېره شپه دلوګرپه بره کي برک کې د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاني دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي ؛ د هېواد هوايي ځواکونو تېره شپه د لوګر د بره کې برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو په ځالو بريدونه وکړل چې په پايله کې شپاړلس داراچوونکي ووژل شول او د هغوى يو موټر او يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه يووړل شول. پاى ذ