سیاست

د اورزګان قومي مشرانو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجينیر محمد خان سره وکتل

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ١٨ مه:
د اورزګان قومي مشرانو او مخورو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره د اورزګان اړوند امنیتي، تعلیمي او یو شمير نورو ستونزو په اړه وکتل.
داجرائيه رياست مبطوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
قومي مشر معلم فاروق په اورزګان ولایت کې د ښوونځيو او تعلیمي مرکزونو ستونزو ته په اشارې سره د اورزګان ولایت تعلیمی وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل چې د ملي یووالي حکومت باید په دغه ولایت کې ځوانانو ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي.
دوی په اورزګان ولایت کې د ځوانانو وزګارتیا یوه لویه ستونزه وبلله او زیاته يې کړه چې په هېواد کې د کار نشتوالې د دې سبب ګرځیدلی چې یو شمیر ځوانان یا له هېواده بهر او یا هم په هېواد کې د ننه د مخالفینو لیکو ته جذب شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د اورزګان د خلکو ستونزې پر ځای وبللې او زیاته يې کړه چې حکومت به په ټول توان سره ځوانانو ته د تعلیم او کار زمینه برابره کړي.
لومړي مرستيال له قومي مشرانو وغوښتل چې له خپلو امنیتي ځواکونو په ملاتړ سره په هېواد کې د سولې زمینه برابره کړي چې پر مټ به يې هم د تعلیم او هم د یوې سالمې بوختیا زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته