کابل باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
په هغه ځانمرګي بريد کې چې څو شيبې مخکې دکابل ښار ددارلامان په ساحه کې ترسره شو څه ناڅه شل تنه ټپيان شوي دي.
دعامې روغتيا وزارت دمرکزي روغتونونو رييس ډاکتر سيدکبير اميري دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې تراوسه پورې ددغې پيښې شل تنه ټپيان داسقلال روغتون ته ليږدول شوي دي.
ښايي ددغې پيښې ټپيان دوړاندې شويو شميرونوله مخې زيات وي ځکه زياتره ټپيان دپيِښې ساحې ته نږدې روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ