/ د وږي ۶ مه / باختر
د پکتیکا والي ملا محمد عیسی یاسین د یو شمېر مسوولینو په ملتیا د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې له ولسونو سره په کتنه کې خلکو د پوره امنیت ډاډ ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملا محمد عیسی یاسین په دې کتنه کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به یې ټولې ستونزې اوارې کړي.
هغه له ولسونو غوښتنه وکړه چې تښتېدلي کسان بېرته کورونو ته راولي او خپل عادي ژوند دې پیل کړي.
په ورته وخت کې قومي مشرانو هم وینا وکړه او اسلامي امارت یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
\ن ر
7 د یوې دقیقې څخه لږ