اقتصاد

دپروان دمستوفيت په عوايدوکې کمښت راغلى دى .

– کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
دپروان مستوفيت د  روان مالي کال په لسو مياشتو کې څه د پاسه يوسلو څلور شپيته  مليونه اوڅلورسوه افغانۍ له اړوندوعايداتي سرچينوڅخه ترلاسه کړي دي
دپروان مستوفي  عبدالديان فايز په دي باب دباخترآژانس خبريال ته وويل :  ددغه ولايت مستوفيت مکلفيت درلودچې دروان کال په لسومياشتوکې څه دپاسه يوسلو نهه نوي مليونه  افغاني نهه سوه  اتيا زره افغاني  د روان مالي کال  دپروګرام له مخې  راټول اوبانک ته يي  تحويلې کړي  چې له اړوندوعايداتي  سرچينو څخه يي څه دپاسه يوسلو څلور شپيته مليونه او څلور  سوه زره افغانۍ  عوايد ترلاسه کړي او ددولت عمومي حساب ته ليږدول شوي دي .
ده وويل  : دتيرکال دنهو مياشتو په پرتله  ددغه مستوفيت  د روان کال په عوايدو کې څه دپاسه دوه  سوه  زره افغاني کمښت  رامنځته شوى دى  .
عبدالديان فايز څرګنده کړه  چې دځينو دولتي ادارو په عوايدو  کې تنقيص راستنيدونکو ته داستوګنې دنمرو دپلورني دکمښت ، دحق العبور اودصکوکو دعوايدو حذفول  په  روان کال کې دپروان  ولايت دمستوفيت دعوايدو دکمښت سبب شوي دي .
ده له ماليه  ورکوونکو څخه هم وغوښتل  چې په ټاکلي وخت د خپلوماليو په ورکولواقدام وکړي چې دخلکو او دولت په وړاندي خپله ملي او قانوني وجيبه اداکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته