سیاست

دمشرانوجرګی ددفاعی کمیسیون رئیس اوملګري هيئت یی د۲۰۱سیلاب قول اردو جګړه ایزو احضارات وکتل .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دمشرانوجرګی د دفاعی کمیسیون رئیس محمدهاشم «الکوزی» په داسی حال کی چی دمشرانوجرګی یوشمیرسناتورانویی ملتیاکوله نن له غرمی وروسته د۲۰۱ سیلاب قول اردو په قرارګاه کی دتشریفاتود قطعې له معاینه کولو وروسته په هغې غونډه کی چی د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» دقول اردودرستیزوال بریدجنرال نورالله «قادری» د قول اردودڅانګومدیرانو اودقول اردو دقرارګاه اویوشمیرجزوتامونوافسرانو،بریدملانواوسرتیروپکی ګډون کړی وو برخه واخیسته .چی لومړی د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان«وزیری» دمشرانوجرګی ددفاعی کمیسیون رئیس اوورسره پلاوی څخه مننه وکړه چی د۲۰۱ سیلاب قول اردو له منسوبانوسره یی له نږدی څخه لیده کاته ترسره کړل وروسته یی دقول اردو د مسؤلیت په ساحه کی اوپه خاصه توګه د ننګرهار،کنړ،لغمان اونورستان دولایتونو او سرحداتودوضعیت په اړه په تفصیل سره معلومات ورکړل اوویی ویل : د۲۰۱ سیلاب قول اردومنسوبان په روان کال کی ښی لاسته راوړنی لری چی دګران هیواد اوهیوادوالودښمنانوته یی درانه تلفات اړولی . همدارازیی وویل : سره له دی چی د۲۰۱ سیلاب قول اردو اراضی ځنګل لرونکی ده او وسله والو مخالفینوپه تیر اوړی کی په پوره توګه هڅه اوهاندوکړ ترڅود۲۰۱ سیلاب قول اردو دمسؤلیت په ساحه اوپه خاصه توګه په ختیځوولایتونوکی یوه سرحدی سیمه یاولسوالی دخپلی ولکی لاندی راولی ترڅوهلته ميشت شی خوله نیکه مرغه په ختیځ زون کی دزړور ،باتور اولس په همکاری اودامنیتی ځواکونو اوپه خاصه توګه د۲۰۱ سیلاب قول اردو دزړورو ، توریالیو اوميړنيو منسوبانو دسرښندنواوښی همغږی په پایله کی  دهیواد ددښمنانودغه شوم او وینه تویونکی ارمانونه  له خاوروسره خاوری شول . همداډول د۲۰۱ سیلا ب قول اردقوماندان دخلکوسره دهمکاری اوهمغږی په اړه اشاره وکړه اوویی ویل چی زه په خپله ،د۲۰۱ سیلاب قول اردرهبری اودیادی قول اردوجزوتامونوقوماندانان دولایاتواوولسوالیوپه سطح له قومی مشرانو، سپین ږیرو ،عالمانو وکیلانواونورو اورګانونوسره په اونۍ اومیاشت کی یوځل په داومداره توګه غونډی جوړوو اودیوشمیرستونزوپه اړه دهغوی نظرونه اووړاندیزونه اوریدل کیږی
همداراز له هغوی سره دیادو ستونزودحل په موخه سلامشوری ترسره کوو . ورپسی دمشرانوجرګی د دفاعی کمیسیون رئیس محمدهاشم «الکوزی» دیادی قول اردوجګړه ييزاحضارات ښه  وارزول اوپدی اړه چی وسله والومخالفینوته یی درانه تلفات اړولی خوښی څرګنده کړه همداراز دمشرانوجرګی ددفاعی کمیسیون رئیس دقول اردوله رهبری اوټولومنسوبانوڅخه دزړه له کومی مننه اوستاینه وکړه چی په خپلودندوکی له خپلواولسونوسره سلامشوری ترسره کوی اودهغوی نظرونه اوری همدارازیی دغونډی کډونوالوته وویل : لکه څرنګه چی تاسی خپلواولسونواومشرانوته درناوی کوی اوپه خپلودندوکی له هغوی سره همغږی لری نوزه داولسی خلکوداستازی په توګه تاسی ته ډاډ درکوم چی ستاسی  ټول اولسونه او وګړی دترورستانوله شوموپدیدوڅخه ستړی شوی اودهیواد په ګوټ ګوټ کی په یوآواز له خپلوټولوامنیتی اودفاعی ځواکونوڅخه ملاتړکوی اوزیاته یی کړه چی بایدپه یادولرئ : چی دخپلودندو دترسره کولوپرمهال هيڅ وخت دیواځیتوب احساس مه کوی ستاسی ولسونه ،ستاسی علماءهمدارازداولسونواستازی که هغه په مشرنوجرګه کی دی ،که په پارلمان کی دی ،که په ولایتی شوراګانواویانوروشوراګانوکی دی ستاسی څخه په پوره توګه ملاتړکوی اوکه چیرته ضرورت شی نوموږاولسونه به له تاسو سره په سنګرونوکی اوږه په اوږه دهیواد ددښمنانوپه وړاندی وجنګیږو.اوپه پایله کی یی یوځل بیاد دقول اردو دټولومنسوبانو په استازیتوب د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» څخه دښه رهبری اوله ټولوامنیتی ځواکونو اوقومی مشرانوسره دښی همغږی دترسره کولوپه هکله مننه اوستاینه وکړه اود۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ته یی دټولوامنیتی ځواکونوپه استازولی یوشمیرډالۍ ورکړی چی همداراز دقول اردوقوماندان هم دمشرانوجرګی د دفاعی کمیسیون رئیس محمدهاشم «الکوزی» او ورسره پلاوی ته یوشمیرډالی ورکړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته