سیاست

د سترې محکمې د عالي شورا فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٨ :
د سترې محکمې د عالي شورا فوق العاده غونډه نن د سترې محکمې د رئيس قانونپوه سيديوسف حليم په مشرۍ جوړه شوه .
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې شورا لومړى د يوه سابقه دار قاضي محمدطاهر روحاني د مړينې په نسبت چې په دې وروستيو وختوکې وفات شوى دى، د ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب څرګندکړل او د ارواښاد د ښو کړنو په يادونې سره يې ده ته د لوى خداى (ج) له دربارڅخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
وروسته د اساسي قانون او د نورو نافذو قوانينو د حکمونو د رعايتولو په موخه ټينګار وشو چې د قضايي ضبط، څارنوالۍ او د محکمې مامورين دې د دعوا د لورو څرګندونې، د متهمينو اقرار او د شهودو شهادت چې په يو ډول نه يو ډول په قضايي تصميم نيونوکې اغيزمن وي، له اصولو سره سم په محضرکې وليکي  او له دوسيې سره دې يوځاى کړي چې د جبر او اکراه د عملونو شايبه منتفي شي او د قضايي عادلانه تصميمونو په نيولوکې د استناد وړ وګرځي .
وروسته له محکوم عليهم څخه د محکمو د پريکړو د محصول په تحصيل کې   د جديت په باب چې د ځينوکسانو غاړې نه ايښودل او د تحصيلوونکو مراجعو اهمال د قضايه قوې د عوايدو د کمښت سبب شوي دي؛ د عالي شورا د دارالانشا رياست د وړانديز پربنسټ، تجويز ونيول شو چې د عدليې وزير دې له مسلکي ټيم سره له هر اړخيزو او مفصلو خبرو او د لازمو تطبيقي او عملي جوړښتونو  د طرحه کولو په موخه د سترې محکمې د عالي شور ا په يوه غونډه کې ګډون وکړي .
دغه راز په قضايي تصميم نيونوکې د( اتفاق آراء ) کلمې د مفهوم په باب دقضايه قوې د تشکيل او صلاحيت د قانون دلسمې مادې د دويمې فقرې د تفسير په اړوند د سترې محکمې د کورني او بهرني امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان د رياست د استهدايې په وړاندې د جزايي اجرااتو د قانون، د قضايه قوې  د تشکيل او صلاحيت د قانون د حکمونو او د سترې محکمې د عالي شورا د لارښودو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې.
عالي شورا دغه راز  بېسوادو اجيرانو ته د ليک لوست د زده کړې او دحرفې  د زده کړې د کورسونو د جوړولو او د دغو پروګرامونو د جوړولو په موخه د دواړو  بنسټونو له امکاناتو او ظرفيتونو څخه د ګډې استفادې په موخه د ګډو هلو ځلو په برخه کې د پوهنې وزارت او د سترې محکمې ترمنځ د همکارۍ د تفاهم ليک  مسوده، په اصولوکې تائيد شوه او د پړاوونو د بشپړولو په خاطر د قضايه قوې د ادارې عمومي آمريت ته لازمې لارښونې وشوې .
سربېره پرې دې په نننۍ غونډه کې د جزائي اجرااتو د قانون د حکمونوپه رعايتولوسره د سترې محکمې د ديوانونو ځيني فرجامي جزائي دوسيې وڅيړلې شوې او د هغو په باب له هر اړخيزې څيړنې او تدقيق وروسته لازم قانوني تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته