امنیت

په سرپل کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
اته تنه وسله وال  طالبان په سرپل  ولايت کې له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه  جګړې نن له غرمې مخکې   دکوهستاناتو ولسوالۍ په لويه لاره کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طاللبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريدونه وکړل.
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل  شوي دي.
ده وويل  چې په طالبانو  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې دهغوى له خوا ډزې وشوې .
ويل  کيږي چې په دغو نښتو کې   پوځيانو اودسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته