امنیت

په پنجشيرکې د اتلسو کليومترو په اوږدوالي سړک جوړيږي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
د پنجشير ولايت په پريانو ولسوالۍ کې د اتلسو کيلومترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو کار نن پيل شو.
دغه سړک اووه متره سور ولري او د پريانو ولسوالۍ د شالروز له سيمې څخه د انجمن تر غاښى پورې غځول کيږي.
دپنجشير ولايت د فوايد عامې رييس حشمت الله حکيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سړک د فوايد عامې وزارت له بودجې څخه د پنځلسو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي او ټاکل شوې ده چې د جوړولو کار يې په اوو مياشتو کې بشپړ شي.
ده زياته کړه: د دغه سړک په جوړولو سره به د پنجشير او د بدخشان د ولايتونو خلکو ته ترانسپورتي آسانتياوې برابرې شي.
د پنجشير والي مولانا عبدالرحمن کبيري د دغه سړک د جوړولو کار د پيل له امله خوښي څرګنده کړه او د قرارداد کوونکي شرکت له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د دغه سړک د جوړولو کار ګړندي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته