سیاست

د هېواد اساسي قانون په نړۍ کې ساری نه لري

 کابل باختر د مرغومې ٢١ مه
له قران او نبوي احادیثو څخه وروسته د افغانستان اساسي قانون یو داسې قانون دی چې په نړۍ کې ساری او جوړه نه لري.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د روزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ريېس نور محمد ابدالي د اساسي قانون د اوونۍ په نمانځغونډه کې وکړې.
ابدالي وویل چې، د اساسي قانون تطبیق ته ژمن دى او عملي کېدل يې د ځان مسووليت ګڼي.
هغه وويل چې، د افغانستان اساسي قانون د خلګو د حقونو د مراعات کولو له پلوه د نړۍ له ښو قانونونو څخه ګڼل کېږي او له خلګو يې وغوښتل چې د هېواد اساسي قانون د خپل عملي ژوند یوه برخه وګرځوي.
په همدې حال کې د روزګان ديني عالمانو،مدني فعالانو ،قومي مشرانو او د رسنيو استازو ډاډ څرګند کړ چې خلګو ته به د دغه ملي وثیقې د ارزښت په اړه د بېلابېلو پروګرامونو له لاري معلومات ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال کې تصویب شوی دی،چې د روزګان په ګډون دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې څوارلسمه کليزه په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته