ښوونه او روزنه

په ننگرهارکی د شاهین له انستتیوت څخه دلس گونو خوانان فارغیدل

جلال آباد شار دلرم دمیاشتی خلورویشتمه باختر
په ننګرهارولايت کې شاهين انستيتيوت څخه څلورڅلوېښت تنه د انګليسي او کمپيوټر له زده کړو فارغ شول.
دغوفارينو د فراغت او تصديق ورکولو په وياړ د قبايلو چارو رياست په تالار کې غونډه جوړه شوې وه.
د شاهين انستيتيوت مسئول ډاکټر ايمل صميم وويل، چې دا درېيمه دوره ده، چې د انګليسي او کمپيوټر له زده کړو وروسته فارغېږې.
نوموړي وويل، چې په راتلوونکې کې به يوشمېر نور زده کوونکي هم د انګلسي او کمپيوټر زده کړو ترڅنګ په نورو برخو کې وروزي.
دده په وينا ياد انستيتيوت په ديارلس سوه درې نوي يم کال کې تاسيس او اوس مهال په يادو برخو کې يوولس سوه کسان په زده کړو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته