امنیت

پاکستاني پوځيانو بياهم دکونړ پر سرحدي سيموباندې بريد وکړ

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٧ :
پرکونړولايت باندې له پولې اخوا دلرې واټن ويشتونکي توپ د اته ديرشو ګوليو دلګيدو له امله، درې تنه ټپيان شوي دي او يوويشت څاروې له منځه تللي دي.
د شمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د ډيورندکرښې له اخوا دپاکستاني پوځيانو له خوا دتوپ اته ديرش ګولۍ ددغه ولايت  د دانګام پر ولسوالۍ  باندې توغول شوي دي چې دلګيدوله  امله يې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول  او يوويشت څاروې له منځه تللي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته